په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو څخه بېځای او په مرکز اسعد آباد کې ځای پر ځای شوي وې, له سروې وروسته هرې کورنۍ ته کمپلې, ترپالونه او نور غیر خوراکي توکې ووېشل.
د یادونې وړ ده چې 17 کورنیو ته د بېړنۍ سرپناه لپاره خیمې هم ووېشل شوې.