له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین په کونړ ولایت کې د ۲۶۷ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۳:۵۶
news image

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد مبین مفتون عمر، د هغه مل پلاوي او د دې ریاست د کارکوونکو په شتون کې د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد او د چپه‌درې ولسوالۍ د ۲۶۷ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ. 
د پېښو چارو د همغږۍ معین وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د همغږۍ پر بنسټ، په مرکز اسعدآباد کې ۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال، ۹.۱ لیټره غوړي او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول. همدارنګه د دې ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د تفاهم‌نامې له مخې، د چپه درې ولسوالۍ ۲۶۳ زیانمنو، بېوزله او مستحقو کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي او ۷ کیلو دال ووېشل شول.
نوموړي د خوړو نړیوال پروګرام او د AYSO مؤسسې له مرستو څخه د قدردانۍ تر څنګ له نورو نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل چې له سیاسي ملاحظو پرته له افغان ولس سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي او د دغو مرستو کچه زیاته کړي.
همدې حال کې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد مبین مفتون عمر له مرستندویه ادارو څخه په مننې سره ټینګار وکړ چې د دې ولایت د زیانمنو خلکو لپاره د لا زیاتو مرستو د جلب او جذب هڅې به جاري وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د اړمنو خلکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هڅې وستایلې او له دې مرستو یې خوښي او مننه څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د زرغون افغانستان کرنې او مالدارۍ موسسې ترمنځ ټولټال د اوه زره او درې سوه او یو نوي (٧،٣٩١) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

نن ورځ دوشنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار د زرغون افغانستان کرنې او مالدارۍ مؤسسې له رییس، محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۱۱ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۳:۵۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین په کونړ ولایت کې د ۲۶۷ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .