د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۱ تنو ناروغانو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، په سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې ۱۲۱ تنه ناروغانو ته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې چې د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، ۲۵ تنه ناروغانو ته چې د سرپل مرکز ته راجع شوي وو، هر یو ته ۲,۳۲۰ افغانۍ او ۹۶ ناروغانو ته چې د یادو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته راجع شوي وو، هر یو ته ۱,۱۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱۶۹,۳۶۰ افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اکټیډ موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښټنه یې وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل–جلال‌اباد لویې لارې ته د ښویېدو په حال کې د غره د یوې برخې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ 

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي، محترم الحاج ملا ګل محمد (حاجي کاکا)، د لغمان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل–جلال‌اباد لویې لارې ته د ښویېدو په حال کې د غره د یوې برخې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ 

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي، محترم الحاج ملا ګل محمد (حاجي کاکا)، د لغمان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې له مخې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ، د دې ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په چوګاني کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .