د بدلون نسل گوند پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر څخه ستاینه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۱:۱۸
Minister

د بدلون نسل گوند اجرائیه رئیس ښاغلی فرشاد فرملي د دی ګوند له مشرتابه غړو سره نن د وروسته له غرمی  د هیواد پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی نجیب آقا فهیم څخه د وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شویو ته په وخت سره د رسیدو او مرستو په برخه کي د هغه له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه.

په دی لیدنه کي ښاغلی فرملي د وروستیو سیلابونو او د تیر کال وچکالي څخه زیانمن شویو ته په وخت سره د رسیدو او مرستو په برخه کې د پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه له کوښښونو څخه د ستاینې او منندویی سره زیاته کړه:  دی  اداری په تیر یو کال کې د هیواد په محتلفو برخو کې د خطرونو مخنیوي او د رسیدني په برخه کي بیڅاري فعالیتونه ترسره کړی چې د ټولو لپاره یو ویاړ ده.

وروسته له هغه پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د بدلون نسل ګوند غړو د ستایني څخه په منني سره وویل:

ځوانان کولای شې په مختلفو برخو کي د ټولني پرمختګ لپاره فعاله ونډه ولري، لکه څرنګه چي د وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شویو لپاره کمپاین کي یی خپل انساني مسوولیت سر ته وسوه.

ناسته د دغه ګوند مشرتابه لخوا پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ته د ستاینلیک په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.