د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د زلزلې ځپلو سره د ۳۲ میلیونه افغانیو مرسته
دوشنبه، د چنګاښ ۱۳مه، ۱۴۰۱
یونس مومند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، نن ورځ په خبري ناسته کې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې زلزلې له امله شهیدانو ته په دعا او د دې لویې پېښې زیانمن شویو سره د خواخوږۍ ترڅنګ وویل: د سوداګرو، صرافانو او د دې خونې د پلاوي لخوا زلزلې ځپلو ته د رسېدنې په پار ۳۲ میلیونه افغانۍ راټولي شوي دي چې ۱۳ میلیونه یې نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زیانمن شویو ته د رسېدنې د کمېټې رییس ته سپارل کېږي.
په دې غونډه کې سلطان محمد، د پانګونې مرستیال، شفیق الله عطایي، د پلاوي رییس، خان جان الکوزی، د پلاوي رییس د وروستۍ زلزلې له امله زیانونه په لوړه کچه بللو سره زیاته کړه چې سوداګران، پانګه کونکي د خونې غړي په دوامداره توګه وهڅېدل ترڅو په دې زلزله کې زیانمن شویو هیوادوالو ته په بشري مرستو سره، خپله اسلامي او بشردوستانه دنده ترسره کړي.
هغوي وویل چې د یادې پېښې له امله زیانمن شویو ته به بشري مرستې، د خونې د مشرتابه پلاوي په همغږي او د سوداګرو لخوا دوام ومومي.
ورپسې مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د سوداګرو، صرافانو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستو څخه په مننې سره وویل: په داسې پېښو کې د ولس د خواخوږۍ کچه خورا څرګنده کېږي. له خلکو سره خواخوږۍ حد او حدود نلري او زیانمن شویو سره مرسته کول د دولتي بنسټونو، خصوصي سکتور، مشرانو او داوطلبانو ترمېنځ همغږي رامېنځته کول، د ا.ا.ا ځواک او مدیریت ښییۍ..
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې دغه مرستې به په شفافه او عادلانه توګه زلزلې ځپلو ته ووېشل شي.