دلغمان ولایت له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې ریاست هغه لویه ډبره خنثا کړل (دمنځ ویوړل) چي دښویدو خطر او دلاري دبنديدو امکان یی وو
د لغمان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست وروسته له څو ساعتونو نه پرله پسې کار کولو، هغه د سړېدو په حال کې لوی ډبره چې د سقوط احتمال یې درلود، له منځه یووړه.
یاده ډبره د الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو په لاره کې وه، چې د ځایي ټیمونو لخوا د چاودېدونکو توکو په کارولو سره له منځه یووړل شوه او سیمه له دې خطر څخه خوندي شوه.
۱۴۴۶/۳/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره