د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۴۵۰ زیانمنو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې وکړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ORCD Golobal موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ چې د ملک سلمان بشردوستانه مرکز یې ډونر دی، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پېښو له امله ۴۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رییس په شتون کې هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، پنځه تختې کمپلې او ۲۱ قلمه توکي لرونکی د پخلنځي کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره