۵۳ زیانمنو کورنیو ته په هرات ولایت کې د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشل شوې
د DRC موسسې د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام لخوا لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ۵۳ کورنیو ته چې د یاد ولایت په انجېل ولسوالۍ کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوې و، له سروې وروسته د کورونو ترمیم لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له ۷۵۰۰ نه تر ۲۵۲۰۰ افغانیو نغدي مرستې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره