په زابل ولایت کې ۲۴ کورنیو ته خوراکي و غیرخوراکي مرستې ووېشلې
زابل- د وږي ۳۰مه -۱۴۰۱
د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، ۲۴ کورنیو ته چې طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ اوړه، ۱ بورۍ وریجې، ۲ دانې د اوبو سطلونه، ۲ کڅوړې اورلګید او د پخلنځي ۱ کېټ ووېشل.