جمهوررئیس د پروان مسوولینو او مشرانو ته په خطاب کې: زیانمن شویو ته د مرستو له رسېدو څخه ډاډ ولرئ

rahyab
Thu, Aug 27 2020 7:56 AM
22

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د پروان ولایت مشرانو او متنفذینو سره په داسې حال کې چې د ولایتي شورا غړو هم حضور درلود، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته د عاجلې رسیدګۍ بهیر په اړه خبرې وکړې.
د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د دغه طبیعي افت د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه تخمیني معلومات وړاندې کړل.
دوی وویل، لومړنۍ شمېرې ښيې چې د دغو سېلابونو له امله ۸۵ تنه شهیدان او ۱۲۰ تنه ټپیان شوي او کابو۵۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه زیاتې کرنيزې ځمکې تخریب او د چاریکارو کانال ته زیان اوښتی دی.
د پروان والي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څرګنده کړه، زیانمنو شویو ته د غوره رسیدګۍ په موخه پنځه زره کورنیو لپاره کومکي بستو، درې زره خېمو، د څښلو پاکو اوبو، خوراکي توکو، نغدي مرستې او درملو ته اړتیا لرو.
وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د پروان ولایت خلکو او زیانمنو شویو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د خلکو د ژغورنې او زیانمنو شویو ته د بېړنۍ مرستې رسولو په خاطر د پروان ولایت سیمه یز چارواکي، مشران او وکیلان وستایل او وې ویل، ستاسې هڅې د نظام کفایت څرګندوي چې په همغږي ډول مو خلکو ته مرسته ورسوله هغه زیاته کړه دولت به په ټولو امکاناتو له خلکو سره مرسته وکړي.
جمهوررئیس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا زیانمنو شویو او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګند کړل وې ویل، دولت د شهیدانو کورنیو، ټپیانو او اړمنو خلکو ته هراړخیزه رسیدګي کوي.
هغه زیاته کړه په دغه ډول پېښو کې د ملت د همدردۍ او چلند ډول برجسته کېږي. له خلکو سره همدردي حد او حدود نه لري او زیانمنو شویو سره د مرستې په برخه کې د دولتي ارګانونو، خصوصي سکتور، مشرانو او رضاکارانو همغږی رول، د دولت قوت او مدیریت په ډاګه کوي.
جمهوررئیس غني همدا راز په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په خاطر هم د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
جمهوررئیس څرګنده کړه، مالیې وزارت به د بودجې د تخصیص او د ارګ علمیاتي واحد به د چاریکارو کانال د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي او ټولې اړوند ادارې به د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تر څار لاندې بېړنۍ مرستې زیانمنو شویو ته ورسوي.
جمهوررئیس غني د پروان ولایت مشرانو ته وویل: ډاډه واوسئ چې زیانمن شویو کورنیو ته به د اړتیا وړ مرستې رسېږي. هغه د ټولو افغانانو له پیوستون څخه چې د دغه طبیعي افت په جریان کې یې ځانونه پرواني وبلل، د خدمت اراده یې لرله او له زیانمن شویو سره یې مرستې ته راودانګل، مننه وکړه.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په پروان ولایت کې د سېلاب له امله رامنځته شوي زیانونه وارزوي، ترڅو منفي اغېزې یې په درست ډول مدیریت شي.

1

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .