پکتيا ولايت کې د سیلابونو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

rahyab
Wed, Aug 19 2020 10:20 AM
111

پکتيا ولايت کې د بارانونو له امله د سیلابونو په وجه ۱۴ زیانمنو کورنیو سره د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست لخوا د خوراکي توکو, د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لوري د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
ذکر شوي کورنۍ د پکتيا مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او میرزکې ولسواليو کې د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن شوي وې هرې کورنۍ ته د پېښو پر وړاندې مبارزې رياست له لوري اوړه، لوبيا، چای، بوره او غوړي ورکړل شول، د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لوري د غیر خوراکي توکو بسته، د بېړنۍ سرپټونې بسته، کمپلې او د یو باب خیمې مرسته ترسره شوه.
د وېش پدې مراسمو د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس محترم شادیم خان هلال او د کډوالۍ نړیوال سازمان د سوېل ختيځ زون مسول محترم اسحاق افغان ګډون درلود.
د يادونې وړ ده چې پورته ذکر شويو کورنيو ته د توکو وېش د اړوندو ادارو استازو او د توزیع په موخه د ټاکل شوي هيئت په حضور کې په زیانمنو کورنیو باندې وویشل شول.
 

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .