پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر سره وکتل

rahyab
Tue, Aug 11 2020 4:09 PM
2

پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مطیع الله صافی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی سره وکتل او د ساختماني پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په سر کې، ښاغلی مطیع الله صافي د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د یاد وزارت د دایمي ودانۍ او په پروان، بدخشان، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د دې وزارت اداري ودانیو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مشرتابه څخه د یادو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
ورپسې، محترم محمود کرزی حکومتي ادارو د ساختماني پروژو ژر تطبیق او خلکو ته د ښه او اسانه خدماتو وړاندې کول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب وباله او پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال ته د یادو پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وکړه تر څو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره په همغږۍ د څلورو ولایتونو لپاره د اداري ودانیو ډیزاینونه له تخنیکي ارزونې وروسته ژر تر ژره تدارکاتو ته وسپاري.
څرنګه چې د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې پر اساس د اداري کمپلکس پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بدنې څخه جلا او د چارو ادارې عملیاتي ادارې ته انتقال شوې، محترم محمود کرزی ساختماني چارو او مالي او اداري معینیتونو ته لارښوونه وکړه ترڅو یاد وزارت د دایمي ودانۍ د جوړونې او بودیجې تخصیص لپاره دې د مالیې وزارت او د عملیاتي ادارې سره په ګډه کار وکړي او د دې ودانۍ د ساختماني چارو د ژر پیل لپاره هڅې ګړندی کړي.

2

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .