د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې، غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د حفظ الصحې ۱ کېټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
