کونړ ولایت ته پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال سفر

tamim_azimi
Tue, Dec 24 2019 10:28 AM
DM1

مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د سه شنبی ورځ د مرغومي په 3 کونړ ولایت ته سفر وکړ او د کونړ ولایت والي عبدالستار میرزکوال, د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼی, د دولتي ادارو رییسانو, او یو شمیر مشرانو سره یی لیدنه وکړه.
لومړی عبدالستار میرزکوال د کونړ ولایت والي, مطیع الله صافی ته د ښه راغلاست او په ستایني سره د خلکو ستونزو او وړاندیزونو په وړاندي کولو سره وویل: کونړ ولایت په دی وروستیو کي سربیره د طبیعي پیښو له غیر طبیعي پیښو څخه هم زیانمن شوی ده. همدارنګه ښاغلي میرزکوال, پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال څخه دی ولایت ته د لا زیات پام نیولو غوښتونکی شو.
وروسته پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د خپل سفر موخه د زیانمن شویو سیمو لیدل او د کونړ ولایت د خلکو د ستونزو او وړاندیزونو اوریدل وبلله. همدارنګه ښاغلی صافی د کونړ ولایت خلکو او سیمه ایز حکومت ته د وقایوي پروژو پلي کیدو ژمنه ورکړه.
په آخیره کي 440 کورنیو ته چي د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله زیانمني شوي وی. د مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال, عبدالستار میرزکوال د کونړ ولایت والي, د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼی, د کونړ ولایت دولتي ادارو رییسانو او رسنیو په ګډون هري کورني ته نغدي او غیر نغدي مرستي وویشلی.
DM3DM4
 

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .