د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د فراه رود ولسوالۍ په تودنک سیمه کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل شول.
د دې عملیاتو په پایله کې، یو فیر ۸۲ ملي مترۍ د هاوان مرمۍ، یو فیر د راکټ RPG-7 مرمۍ او یوه کړۍ AO2.5 خوشه یي ماین له منځه یوړل شو.
د یادونې ده، چې د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، له سیمه ییزو وګړو وغوښتل چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له دوی سره اړیکه ونیسي تر څو یاد توکي پر وخت سره له منځه یوړل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
