د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبا رزې آمادګۍ ریاست ۲۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
Thu, Oct 16 2025 1:04 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیاو او مدني ټولنې (JCSSO) مؤسسې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکې یې (OCHA-AHF) دفتر دی، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ او مرکز بازارک کې ۲۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي پيسو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۷۸۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره نه شپېته زره او شپږ سوه او پنځه ویشت (۶۹،۶۲۵) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړ ده، چې یاد شمير کورنیو ته د نغدي مرستو لومړی پړا پای ته ورسېد او دوه یم پړاو به یې په راتلونکې میاشت کې پیل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .