د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲،۷۶۸،۸۵۰ افغانۍ ۳۱۵ بېوزله او سېلاب ځپلو کونیو ته ووېشلې
![news image](/sites/default/files/2025-01/whatsapp_image_2025-01-08_at_5.43.45_pm.jpeg)
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AKAH موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۳۱۵ بېوزله او سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته، د یاد ریاست، موسسې او د ولسوالۍ د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۸،۷۹۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲،۷۶۸،۸۵۰ (۲ میلیونه ۷۶۸ زره او ۸۵۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۷
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره