پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه غونډه ترسره شوه

rahyab
Thu, Dec 24 2020 1:15 PM
222

کابل – مرغومی 4مه 1399
دا غونډه د ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ د ښاغلي مطیع الله صافۍ مالي او اداري مرستیال، ښاغلي محمد قاسم حیدري د پېښو چارو همغږي مرستیال، رییسانو، آمرینو او مشاورینو په شتون ترسره شوه.
لومړی ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا د ژمي د پېښو ته د رسېدو او مدیریت عملیاتي ملي پلان د تأییدو ته په اشارې سره، د مسوولینو ترمینځ د همکارۍ روحیه پیاوړې کولو په اړه خبرې وکړې او د یاد پلان د پلي کولو لپاره د کړنو د لومړیتوب، مهالوېش او کره پلان جوړولو باندې ټینګار کړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر کندهار ولایت ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او اړوندو څانګو ته یي د دغه ولایت بیځایه شوو او زیانمنو ته د مرستو وېش او د راپور شریکولو لارښوونه وکړه.
پدې غونډه کې مالي او اداري مرستیال، مالي او اداري رییس او د تدارکاتو آمر دایکندي او تخار ولایتونو ته د غنمو د لېږد تدارکاتي پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په آخیره کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د دې غونډې د پایلې په برخه کې د بیځایه شوو ته د ځواب وینې د تعقیبولو، کندهار ولایت ته د غنمو او وریجو د لېږد او دایکندي او تخار ولایتونو ته د غنمو د لېږد تدارکاتي پروسې پر پلټنې ټینګار وکړ او پدې برخه کې یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .