کندهار ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر سفر
ښاغلی غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نن دو شنبه د مرغومې لومړۍ نيټه کندهار ولایت ته ولاړ.
د کندهار ولايت قدرمن والي حيات الله حيات د ولايتي شورا غړو ، د کندهار ولايت د پيښو سره د مبارزې ريس ، قومي مخورو د کندهار په هواى ميدان کي د وزير صاحب تود هر کلى وکړ
د ياد سفر موخه د کندهار ولايت د بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته ، هماهنګي او د دوى ستونزو ته په وخت رسيدل دي چي بايد د کندهار ولايت د پيښو سره د مبارزې رياست ورته پر وخت پاملرنه وکړي او لازمې مرستې او همکارۍ وکړي د کندهار ولايت دولتي چارواکو او مخورو د وزير هڅې فعاليتونه او کړنې وستايلې او د هر اړخيز ملاتړ ډاډ يې ورکړ.