په میدان وردګ ولایت کې د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د 19,705,950 نغدو افغانیو او خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

rahyab
Sun, Nov 08 2020 11:38 AM
9

میدان وردګ د لړم 18مه 1399
مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال, د طبیعي پېښو زیانمن شوو ته د رسېدو او د زیانمن شوو د وضعیت څېړلو په پار میدان وردګ ولایت ته ولاړ.
مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د عبدالرحمن طارق د میدان وردګ ولایت والي, اختر محمد طاهري د ولایتي شورا رییس او د مدني ټولنې غړو سره خبرې وکړې. د میدان وردګ ولایت والي په غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ وویل:
د روان کال وږي میاشتې د 5,4 او 6مې سېلابونو څخه زیانمن شوو کورنیو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي وو, نغدي پیسې, خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوي دي. ښاغلۍ طارق زیانمن شوو ته په سمه توګه د رسېدنې او د پېښو له امله زیانونو او تلفاتو د کمولو په پار د وقایوي پروژو د پلي کېدو په برخه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتونکۍ شو.
همدارنګه نوموړۍ د ولایتي شورا وکیلانو, مدني ټولنې او د رسنیو څخه د نغدي او غیر نغدي مرستو د وېش په لړۍ کې روڼتیا په پار د دقیق څار غوښتونکۍ شو.
ورته مهال پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مررستیال د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت مشرتابه جلالتمآب ولسمشر, د جمهوري ریاست جلالتمآب لومړۍ مرستیال او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر پیغام بیانولو سره وویل:
میدان وردګ ولایت ته زما د سفر موخه, د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوو ته نغدو پیسو د وېش لړۍ پیلول او په دې ولایت کې د زیانمن شوو د عمومي وضعیت څېړل ده.
ښاغلي صافۍ زیاته کړه:
د نغدو مرستو د وېش میکانیزم پر بنسټ, هر بشپړ ویجاړ شوي کور ته 123.946 افغانۍ او په نیمه توګه ویجاړ شوي کور ته 10 زره افغانۍ ورکول کېږي.
همدارنګه نوموړي وویل چې په مجموع کې 19 میلیونه او 705 زره 950 افغانۍ 1123 کورنیو ته چې مخکې یې کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي نن د وېش لړۍ پیل شوه.
دغه راز نوموړي د نغدو مرستو سر بېره 5,539 بزګرانو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې د ځمکو حاصلات یې له لاسه ورکړي وو د خوراکي مرستو لړۍ پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر هم مخکې میدان وردګ ولایت ته د سفر په لړ کې, 5,000 کورنیو ته خوراکي توکې, 300
کورنیو ته غیر خوراکي توکې او 10 میلیونه نغدي افغانۍ د ښې رسېدنې په پار د ددی ولایت بېړنۍ کمېټې ته تسلیم کړي وې.

10

Latest news

Sat, Jul 10 2021 12:07 PM
Background image

Ground Wardag - Changha 17th-1400

The Department of Preparations against the incidents of Maidan Wardak province, once again, to different districts that have been displaced by families from war and insecurity, has been. . .

Thu, Jul 08 2021 12:08 PM
Background image

In Kunar province, non-food aid was done to 68 affected families.

- Changha 16th-1400
The preparatory department against the incidents of Kunar province, by Ghaziabad and Asmar districts to those 43 families who were affected by war and insecurity.. . .

Sun, Jun 06 2021 9:15 AM
Background image

Meeting with UNMAS Country Director for Afghanistan

Sunday 6th June 2021
Ghulam Bhauddin Jailani State Minister for Disaster Management & Humanitarian Affairs met and discussed a range of topics with Mr. Paul Heslop UNMAS Country. . .