د 22 شهیدانو او ټپیانو وارثینو ته د نغدو پیسو وېش
د قندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د 22 شهیدانو او ټپیانو وارثینو ته چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان او ټپیان شوي وو, د هر شهید کورنۍ ته 50000 افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته 25000 افغانۍ د ولایت مقام مرستیال او د پېښو سره مبارزې رییس په شتون کې ووېشلې