د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار او دولت شاه ولسوالیو کې د پېښو د خطرونو کمولو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل او د بېړنۍ ځواب وینې تجهیزات یې جوړو شوو کمېټو ته وسپارل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۴۱
image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د علینګار او دولت شاه ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې د ټولنې پر بنسټ د پېښو د خطر د کمولو او مدیریت (CBDRM) په موخه لس ورځني روزنیز پروګرامونه او د عامه پوهاوي کمپاینونه په بریالیتوب سره بشپړ کړل او ورسره یې د بېړنۍ ځواب وینې اړوند تجهیزات هم جوړو شویو کمېټو ته وسپارل.

په دغو پروګرامونه کې د هر کلي ۳۰ تنه نارینه او ۳۰ تنه ښځینه اوسېدونکو ګډون کړی و او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د خطرونو د ارزونې، چمتووالي، د لومړنۍ ځواب وینې او د لټون او ژغورنې اړوند اړینې نظري او عملي زده کړې یې ترلاسه کړې.

د روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې په هر کلي کې د روغتیا، ژغورنې، لټون او خبرداري کمیټې هم جوړې شوې، ترڅو د قدرتي پېښو پر مهال د خپلو ټاکل شوو مسؤلیتونو له مخې په منظم، همغږي او اغېزمن ډول فعالیت وکړي او د احتمالي زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

همدارنګه، د هر کلي لپاره یو کانټینر، چې د ژغورنې او بېړنۍ ځواب وینې اړوند ۴۹ قلمه بېلابېل تجهیزات پکې ځای پر ځای شوي وو، د اړوندو کلیو کمېټو ته وسپارل شول. ټاکل شوې ده چې دغه تجهیزات به د سېلابونو، د ځمکې ښوېیدنې او نورو قدرتي پېښو پر مهال د ژغورنې، لومړنیو روغتیايي مرستو او بېړنۍ ځواب په برخه کې د سیمه‌ییزو خلکو له خوا وکارول شي، د دې ترڅنګ د پروګرام په پای کې د جوړو شوو کمیټو له لوري د بېړنیو حالاتو لپاره د چمتووالي او د بېړني ضعیت د مدیریت یو عملي تمرین هم ترسره شو. 

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې د امارتي ادارو، همکارو بنسټونو او سیمه‌ییزو خلکو په همغږۍ به د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند او شتمنیو د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو او وقایوي پروګرامونو ته دوام ورکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .